له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: مهدي انصاري پر ضد لګېدلي تورونه د بیان ازادۍ خلاف دي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په کابل کې د طالبانو د ابتداییه محکمې له‌خوا خبریال مهدي انصاري ته د یونیم کال بند سزا غندلې ده.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مهدي انصاري نیول کېدل او د هغه پر ضد لګېدلي تورونه ناقانونه او د بیان ازادۍ خلاف دي.
دغه سازمان د مهدي انصاري نیول کېدل د بیان ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ بللی او دغه مسله یې هېښوونکې ګڼلې ده.
دغه سازمان له ټولو نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو او د بیان ازادۍ له ملاتړو غوښتي، چې د مهدي انصاري د ازادۍ لپاره دې غږ اوچت کړي او د هغه له حقونو دې دفاع وکړي.
‏په خبرپاڼه کې راغلي:« د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دې باور لري، چې د خبریالۍ مسلک د هر هېواد د پرمختګ، سولې او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره ارزښتناک او مهم رول لري. د دغه ډول اقداماتو، لکه د مهدي انصاري نیول د بیان ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی او همدا راز افغان خبریالانو لپاره یوه ټکان‌ورکوونکې مسله ده.»
تر دې وړاندې د «پیام» ویب پاڼې خبریال او عکاس عارف هجران هم د طالبانو له‌خوا په لس کاله بند محکوم شوی و.
په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو ټولنې په خپل نوي خپور شوي راپور کې ویلي و، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۳۰۰ خبریالان نیولي دي.