د امریکا پوځ وايي چې په عراق کې داعش د ګډو ځواکونو یو سرتېری وژلی او دوه نور ټپيان کړي

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) د دوشنبې په ورځ وویل، چې په عراق کې د داعش پر اهدافو د تېرې اوونۍ په بریدونو کې د ګډو ځواکونو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ویلي: "د ډسمبر له ۳۰مې څخه د جنوري تر ۶مې پورې د سنتکام او عراقي ځواکونو د عراق په حمرین غرونو کې د داعش په مرکزونو بریدونه ترسره کړي." په دې عملیاتو کې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د سنتکام په وینا د دغه عملیاتو موخه په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو او نورو متحدینو باندې د داعش د بریدونو د وړتیا کمزوري کول وو.
له نوي کال څخه لږ وروسته د متحده ایالاتو پوځ او د سوریې ډېموکراټیک ځواکونو (اېس ډي اېف) د سوریې دېرالزور ته نږدې د داعش په وړاندې ګډ عملیات ترسره کړل، چې د داعش ډلې یو مشر یې نیولی.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال ایریک کوریلا وویل، چې د ګډو ځواکونو عملیات په داعش باندې د فشار ساتلو او د بشارالاسد د رژیم د نسکورېدو په ګډون په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو څخه د ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره مهم دي.