اردوغان: د سوريې کُردي ملیشې ختمېدو ته نږدې شوي دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په سوریه کې کُردي ملیشې د پای ته رسېدو په حال کې دي او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په سوریه کې د «ترهګرۍ» لپاره هېڅ ځای نشته.

اردوغان همداراز په انقره کې د کابینې تر غونډې وروسته دا ګواښ هم وکړ، چې که د ګواښ احساس وکړي په سوریه کې به د کُرد ملېشو پر ضد د پولې هاخوا نوي عملیات ترسره کړي.
تركيې تر دې مهاله د سوريې په شمال كې څو بريدونه كړي او تر دې وړاندې يې هم ورته ګواښونه وركړي دي.
اردوغان وویل: «انشاءالله موږ د دې وړتیا لرو، هرڅوک باید د دې پر بنسټ خپله محاسبه وکړي.»
نوموړي ټینګار وکړ: «که موږ کوچني ګواښونه ووینو، نو سمدلاسه به اړین اقدامات وکړو.»
په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو ته د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له سفر څخه مخکې رسنیو د سوریې په شمال کې د سویلي کُردانو په سلوک ښارګوټي د هوايي بریدونو خبر ورکړ.
همدارنګه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان هم د کُردستان د کاریګر ګوند (پي کي کي) او د خلکو د دفاع ګوند “په چټکتیا د له منځه وړلو” ټینګار کړی.
فیډان د دوشنبې په ورځ وویل:«په سوریه کې د کُردستان کاریګر او د خلکو د دفاع ګوندونو له منځه وړل نږدې دي او ترکیه به په سوریه کې د دې ډلې شتون ته اجازه ورنکړي.»
هاکان فیډان له لوېديځ څخه وغوښتل، چې د دغې ډلې له ملاتړه لاس واخلي.
واشنګټن د سوریې ډېموکراټیک ځواکونه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د داعش پر وړاندې د جګړې مشري کوله او د زندانونو او کمپونو کنټرول چې د دغې ډلې جنګیالي په کې ساتل کېږي، د دغې ډلې د بیا راژوندي کېدو د مخنیوي لپاره حیاتي ګڼي.
د سوریې نوي مشر احمد شرع چې د التحریر الشام ډلې مشر دی او له ترکیې سره اوږدې اړیکې لري، د یکشنبې په ورځ له العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې د سوریې کُرد ځواکونه باید د سوریې په حکومتي پوځ کې مدغم شي.