د مقاومت جبهه: په کندوز ولایت مو ۴ طالبان وژلي او ۵ نور ټپيان کړي دي
د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په کندوز ولایت کې یې ۹ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یادې جبهې په خپل اېکس کې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو پر امنیې قومندانۍ د عملیاتو په لړ کې څلور طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.
د مقاومت جبهې په خبره، دغه عملیات یې تېره شپه ترسره کړي او د پېښې وژل شوي او ټپيان د یادې قومندانۍ موظف ساتونکي وو.
دغه جبهه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول څو ورځې مخکې ادعا وکړه، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
طالبانو هېڅکله د مقاومت او ازادۍ جبهو د بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نظري بیا نن هم په خپل اېکس کې په یوې جلا لیکنه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا له لوري د هرې اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو د نغدي کڅوړې پر ورکړې توندې نیوکې وکړې.
هغه ادعا کوي چې د امریکا له لوري طالبانو ته هره اونۍ ورکول کېدونکې څلوېښت میلون ډالري کڅوړو څخه د دغې ډلې تر څنګ القاعده او ۲۱ نورې ترهګرې ډلې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
علي میثم نظري زیاته کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې اوس په افغانستان کې القاعده او نورې ترهګرې ډلې پټنځایونه لري.
که څه هم دغه نیوکې او اندېښنې تر دې مخکې هم موجودې وې، خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او وایي، چې په افغانستان کې یې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی.