قومي مشر: په پاړه چنار کې د درملو د نشتوالي له امله درې تنه ماشومان مړه شوي دي

په پاړه چنار کې یو قومي مخور علي جواد وایي، د درملو د نشتوالي له امله تازه درې تنه نور ماشومان هم مړه شوي دي. سرچینې وایي، چې له دې سره په پاړه چنار کې د ۱۴۷ ماشومانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۱ ته لوړ شو.

تر دې وړاندې هم ویل شوي و، له هغه مهاله چې په کورمه کې مذهبي تاوتریخوالي زور اخیستی، په پاړه چنار کې د دارو درملو د کموالي له امله ۱۲۸ تنه ماشومان مړه شوي دي.
د شاوخوا ۹۳ ورځو راهیسې کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او خلک نه شي کولای خپل ناروغان پېښور یا اسلام اباد ته ولېږدوي.
له ۹۳ ورځو راهیسې د پاړه چنار لویه لار د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، د دغې لارې په بندېدو په دغې سیمه کې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په کورمه کې د سوداګرۍ خونې مشر حاجي امداد وایي، په ښار کې ټول دوکانونه خالي شوي او بازارونه هم تړلي دي.
د کوهاټ معاهدې سره، سره په تېرو څلورو ورځو کې د ۸۰ لاریو کاروان پاړه چنار ته نه دی رسېدلی.
د دغې سیمې مشران له ځایي حکومته غوښتي، چې د لارو خلاصولو لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په مندوري سیمه کې د قبایلو احتجاج له امله ټولې لارې تړل شوې دي.