په ټل ولسوالۍ کې ځنډول شوی د ۸۰ موټرو کاروان به نن کورمې ته روان شي
پاکستاني رسنۍ جیونبوز راپور ورکړی، چې کورمې ولسوالۍ ته به د مرستو ځنډول شوی کاروان نن له ټل ولسوالۍ څخه روان شي. دوه ورځې وړاندې د کورمې په بګن سیمه کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی و، چې پاړه چنار ته یې درمل، تیل، خوراکي او اړین توکي رسول.
د پولیسو په وینا، کله چې د دغو ۸۰ موټرو کاروان په دغې لویې لارې تېرېږي؛ نو دوی به دغه لاره د نورو موټرو لپاره د لنډمهال لپاره وتړي.
له درې ورځو راهیسې په ټل کې له درملو، سبزیو، اوړو او نورو توکو ډکې لارۍ ځای پر ځای ولاړې وې، چې ټاکل شوې وه د جنورۍ پر څلورمه کورمې ته روانې شي؛ خو په بګن کې د پولیسو د مشر پر موټر له ډزو وروسته دغه کاروان په ټل کې وځنډول شو.
په دغې پېښه کې د ځایي پولیسو د مشر جاویدالله تر ټپي کېدو وروسته اشفاق خان د هغه پر ځای ګومارل شوی دی.
په دغې پېښه کې د ښاغلي جاویدالله په ګډون اووه کسان ژوبل شوي وو.
له دغې پېښې وروسته د وسلهوالو د سزا ورکولو په اړه په کورمه کې غونډه وشوه.
په غونډه كې ځینو امنیتي چارواکو برخه لرله.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کورمې په وروستۍ پېښه کې ښکېل کسان به په هېڅ صورت نه خوشې کېږي او ورته به سختې سزاوې ورکړل شي.
دارنګه په کورمه کې د دوو میاشتو لپاره د پنځو څخه د ډېرو کسانو په راټولېدنې او د وسلو پر نندارې بشپړ بندیز لګېدلی دی.