اسلامي جمعیت ګوند: د کډوالو اوسنی ناورین د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ پایله ده

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند وایي، چې په پاکستان کې د کډوالو اوسنی ناورین د طالبانو د ظالمانه واکمنۍ پایله ده.

دغه ګوند د افغان کډوالو پروړاندې د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند خواشیني ښودلې او وایي، چې د پاکستان دا ډول برخورد د دې سیمې د خلکو او کلتور ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او مشترکاتو سره په ټکر کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې پولیسو د افغانانو په کورونو چاپې پیل کړي او سلګونه افغانان یې نیولي دي.
په پاکستان کې د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، پولیسو تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰ افغانان نیولي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
اسلامي جمعیت ګوند په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان دغه چلند په کوربه ټولنو کې د افغانانو په وړاندې تبعيض او کرکه پياوړې کوي.
دغه ګوند زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید د ډېرې مودې لپاره د افغانانو کوربتوب وکړي.
یاد ګوند لیکلي: «د کډوالو اوسنی ناورین او د افغانانو ګډوډ حالت د طالب ډلې د ناروا او ظالمانه واکمنۍ مستقیمه پایله ده. دغې ډلې په خپلو افراطي او استبدادي سیاستونو او له دیني او بنسټیزو بشري ازادیو څخه په محرومولو سره افغانستان تر ټولو نازک حالت ته راوستی او په میلیونونو هېوادوال یې د خپل وطن پرېښودلو ته اړ کړي دي.»
اسلامي جمعتی ګوند زیاتوي، چې د دغه کړکېچ یوازینۍ حل لار دا ده، چې سیمه ییز هېوادونه له افغانانو سره همکاري وکړي، تر څو یو مشروع نظام رامنځته کېږي.
یاده دې وي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د افغانانو د نیولو لپاره پولیسو کور په کور تالاشي پیل کړې، چې زیات شمېر افغانان یې نیولي او په دې کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
له دغه ډلې ۱۳۷ افغانان له نیولو وروسته افغانستان استول شوي دي.