سوریه کې د حمص ښار د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې سلګونه کسان نیول شوي

د سوریې دولتي رسنیو ویلي، چې د حمص په ښار کې پنځه ورځیني امنیتي عملیات د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدل.

دغه عملیات د بشارالاسد د هغو جنګیالیو پر ضد ترسره شوي، چې وسلې یې اوسني حکومت ته نه وې سپارلې.
د راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې نږدې ۶۵۰ کسان نیول شوي دي.
رسنیو د حمص د عمومي امنیت د ادارې د مشر له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي دي: «موږ د حمص ښار په شاوخوا سیمو کې د کمپاین د اهدافو له ترلاسه کولو وروسته د کمانډویي کمپاین پای اعلانوو.»
دغه چارواکي ویلي: "یو شمېر شکمن کسان نیول شوي او موږ هغه کسان چې جرمونه یې ثابت شوي، قضايي ارګانونو ته سپارلي او یو شمېر نور مو خوشې کړي دي."
دغه چارواکي د هر ډول "قضايي سیسټم څخه بهر غچ اخیستل" رد کړل او ژمنه یې وکړه، له هغو خلکو سره به حساب کتاب وکړي چې جرمونه ترسره کوي او په سوریایي وګړو یې غږ وکړ، چې د جنګیالیو له خوا د "هر ډول سرغړونې" راپور ورکړي.
وروسته له هغه چې اپوزیسیون ځواکونو تېره میاشت ولسمشر بشارالاسد له واکه لرې کړ، انتقالي حکومت د پخوانیو سرتېرو نوم لیکنه کوي او له هغوی یې غوښتي چې خپلې وسلې پرزږدي.
چارواکو مخکې ویلي وو، چې د سوریې په درېیم لوی ښار حمص کې د بشارالاسد پلوو ملیشو او پخوانیو حکومتي فعالانو د خپلو وسلو له سپارلو ډډه کړې ده.
رامي عبدالرحمان چې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې مشر دی، رسنیو ته ویلي، چې دغو عملیاتو کې ۱۵۰ کسان په حمص ښار او لږ تر لږه ۵۰۰ نور د حمص په لرو پرتو سیمو کې نیول شوي دي.