معصوم ستانکزی: هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی و، خپله په کې سوځي
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ریيس معصوم ستانکزی د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وايي: «هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی و، خپله په کې سوځي.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکې دې خپلو هغو سیاستونو ته زیر شي، چې له امله یې په سیمه کې اور بل کړی دی.
ستانکزي پر طالبانو هم غږ کړی او پوښتنه یې ترې کړې، چې د خواږو ترڅنګ یې ولې ټول خلک ترې تښتي؟
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت یاد پخواني ریيس په سیمه په ځانګړې توګه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو یوازینۍ حل لاره معقول سیاست او د خلکو د غوښتنو په پام کې نیول بللي دي.
د معصوم ستانکزي په خبره: «د هېواد ملي مسایل د هېواد خلکو پورې اړه لري، نه د چا قدرت او یا قدرت کې پاتې کېدو پورې.»
نوموړي د افغانستان په چارو کې د پاکستان تېرو سیاستونو ته په اشارې سره زیاته کړه، له هغه هېواد څخه د تمې درلودل چې په وار - وار یې هېواد په کنډواله بدل کړی، د ځان غلطول دي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ریيس معصوم ستانکزی همداراز وایي، چې د ستونزو او ترینګلتیاوو یوازینۍ حل لاره پر یوه ملي اجنډا راټولېدل او د یو قانوني نظام تر چتر لاندې د ټولو حقونو خوندي کول دي.
ستانکزي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څه وخت وړاندې پاکستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې نږدې ۴۶ کسان ووژل شول.
طالبانو او د افغانستان د تېر حکومت چارواکو دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض وباله، خو پاکستاني چارواکي بیا وایي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د عملیاتو تر سره کولو حق لري