د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د استعفا اعلان وکړ

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د واکمن لېبرال ګوند د مشر په توګه له نهو کلونو دندې وروسته استعفا کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به تر هغه په خپله دنده پاتې شي تر څو چې ګوند یې ځای ناستی ټاکي.
ټروډو د لېبرال قانون جوړونکو له خوا تر سخت فشار لاندې دی.
۵۳ کلن ټروډو په ۲۰۱۵ کال کې د ګوند چارې په لاس کې واخیستې او دوه ځله د کاناډا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د نوموړي محبوبیت تر هغه وروسته د خلکو په منځ کې راکم شو، چې د ده د کور لوړه بیه او لوړ لګښت خلکو ته ښکاره شو.
د لېبرال مشرتابه که د ټروډو ځای ناستی ټاکي، نو معمولا د تنظیم کولو لپاره میاشتې وخت نیسي او دا ښیي چې د جنورۍ تر ۲۰ نیټې پورې دوام وکړي، چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړه کوي.
ټرمپ ګواښ کړی، چې ګمرکي تعرفې به د کاناډا اقتصاد زیانمن کړي.
د لېبرالانو لپاره بله اندېښنه د حکومت د راپرځولو لپاره د اپوزیسیون ګوندونو ګواښ دی.
د مارچ په پای کې به د عدم اعتماد تحریک وړاندیز وشي او که ټول ګوندونه یې په حق کې رایه ورکړي، نو ټاکنې به پیل شي.
جسټن ټروډو تر دې وروستیو پورې توانیدلی و، چې د تېر کال په دوو ځانګړو ټاکنو کې د ټاکنو او خوندي څوکیو له لاسه ورکولو په اړه د لېبرال قانون جوړونکو اندېښنو مخه ونیسي.