په پاکستان کې د طالبانو سفارت: د افغانانو د نیولو په اړه دې نړۍوال بېړنۍ مداخله وکړي

په پاکستان کې د طالبانو سفارت د پولیسو له لورې د افغانانو خپلسرو نیولو او بېرته ګرځولو جدي ته اندېښنه ښودلې ده.

دغه سفارت د کډوالو چارو په نړۍوال سازمان او د بشري حقونو په نورو سازمانونو غږ کړی، چې په دغه چاره کې بېړنۍ مداخله وکړي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې پولیسو د افغانانو په کورونو چاپې پیل کړي او لږ تر لږه ۸۰۰ افغانان یې نیولي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپله اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د قانوني اسنادو په شتون کې د افغانانو په نیولو اندېښمن دي او خپلې اندېښنې یې د پاکستان له حکومت سره شریکې کړي دي.
د دوی په خبره: « د( اېن او سي) د اړتیاوو / صادرولو پروسې په اړه د وضاحت نشتوالی د خپلسري نیولو او اخراج د ستونزمنو پېښو لامل شوی.»
یاد سفارت تر دې وړاندې لیکلي و: «په شړل شویو کسانو کې ۱۳۷ هغه افغانان دي، چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وه خو مخکې یې د تمدید غوښتنه کړې وه او همدارنګه د لنډمهاله (یو اېن اېچ سي ار/شارپ) د نوم لیکنې خاوندان دي».
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت همداراز وایي، چې د پاکستاني حکومت دغه کړنه د هغو ښځو او ماشومانو چې اوس په پاکستان کې بند پاتې دي د غمجنې جلا کېدو لامل شوي.
سفارت په ځانګړې توګه د غیر مسوولانه نیول کېدو او د کورونو د پلټلو په اړه لیکلي: «موږ په درناوي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دغه فشاري اندېښنو ته ژر تر ژره رسېدګي وکړي».
یاده دې وي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې پولیسو د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي او کور په کور تالاشي او د افغانانو نیولو لړۍ یې پېل کړې ده.
ویل کېږي، چې په نیول شویو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لري