د جرمني لومړي وزیر د ښي اړخي ګوند لپاره د اېلان ماسک په ملاتړ اندېښنه څرګنده کړې
د جرمني لومړي وزیر اعلان وکړ، چې د اېلان ماسک د شخصي نیوکو په وړاندې به پټه خوله پاتې شي، خو په ټاکنو کې د جرمني له ښي اړخي ګوند څخه د هغه ملاتړ د اندېښنې وړ دی.
اولاف شولتز دغه ګوند په دې تورن کړ، چې روسیې ته نږدې دی او هڅه کوي چې د اروپا او امریکا اړیکې کمزورې کړي.
ماسک د نومبر په میاشت کې د خپل اېتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته شولټز یو "احمق" بللی و او په یوه مقاله کې یې د ای اېف ډي ګوند ملاتړ کړی و.
د ښي اړخي ګوند لپاره د ماسک ملاتړ چې د کډوتالۍ ضد او د اروپايي اتحادیې ضد سیاستونو لپاره پېژندل کېږي، په جرمني کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د جرمني د اپوزیسیون ګوند مشر او د صدراعظمۍ احتمالي نوماند فریدریش مارتز په دې اړه وویل: «په ډېموکراسۍ کې دا ډول ښکاره مداخله عادي خبره نه ده».
د جرمني د مشرانو له خوا د پراخو نیوکو سره سره، ماسک د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه به د جنوري په ۹مه په اېکس خواله رسنۍ د ای اېف ډي مشر سره خبرې وکړي.
په یوه وروستۍ مقاله کې ماسک د جرمني له خلکو وغوښتل، چې د وضعیت د بدلون لپاره د ای اېف ډي ګوند ته رایه ورکړي.
د جرمني مرستیال چانسلر رابرټ هوبیک د نوي کال په وینا کې وویل، چې د جرمني لپاره د ښي اړخه بدیل ګوند څخه د اېلان ماسک ملاتړ د اروپا د کمزوري کولو لپاره "منطقي او سیستماتیک" لوبه ده.
د جرمني د حکومت ویاند په راتلونکو ټاکنو کې اېلان ماسک د ټسلا او اېکس ټولنیزې شبکې مالک او د متحده ایالاتو د ټاکنو بریالي نوماند ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې شخصیت تورن کړ، چې هڅه کوي د جرمني په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په دې هېواد کې نفوذ وکړي.