طالبانو په پکتیکا کې د ښځو د وېښتانو د پېر او پلور په تور ۱۲ کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د (مرغومې ۱۵مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې هغه ۱۲ کسان نیولي چې د ښځو د وېښتو راټولولو تر څنګ یې د ویښتو سوداګري کوله.

په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو څلیرییشت ساعتونو په لړ کې ۱۲تنه نور د جعلي اسنادو جوړولو او غلاوو په تور هم نیولي دي.
تر دې دمخه په خوست،‌ کندهار، ننګرهار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو د وېښتانو د کاروبار په تور طالبانو ګڼ کسان نیولي‌ دي.
د رپوټونو له مخې له افغانستان څخه راټولیدونکي وېښته پاکستان ته په قاچاقي‌ توګه لېږدول کېږي او له هغې ځایه بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي.
چین یو له هغو هېوادونو یادیږي، چې د انسانانو وېښته ورته له پاکستانه قاچاق کېږي او تر پروسس وروسته یې د مصنوعي ویښتانو، ویښتینو خولیو او ویښت پوښونو کې کارول کیږي.