سرچېنې:د پاکستاني پوځ د ربړونو له امله یو وزیرستاني ځوان رواني حالت بایللی
د خېبر پښتونخوا د ولایتي شورا پخوانی غړی میرکلام وزیر وايي، د پاکستان د پوځ په زندان کې د سمیع وزیر په نوم یو وزیرستاني ځوان ته سختې شکنجې ورکړل شوې او اوس یې خپل ذهني حالت بایللی دی.
د خېبر پښتونخوا د ولایتي شورا پخوانی غړی میرکلام وزیر وايي، د پاکستان د پوځ په زندان کې د سمیع وزیر په نوم یو وزیرستاني ځوان ته سختې شکنجې ورکړل شوې او اوس یې خپل ذهني حالت بایللی دی.
د هغه په وینا؛ د سمیع وزیر کورنۍ د هغه د درملنې توان نه لري او د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت یې هم لا تر اوسه لاسنېوی نه دی کړی.
سمیع وزیر چې په وزیرستان کې د پښتنو د حقونو فعال دی د ۲۰۲۴ کال د مئ پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې د پاکستاني پوځ له لوري نیول شوی و او تازه له زندانه خوشې شوی دی.
د هغه د ملګرو په خبره، په زندان کې ورته خورا سختې شکنجې ورکړل شوي چې اوسمهال یې د بدن د قوت تر څنګ ذهني انډول هم نه دی برابر.
بل لوري د خېبر پښتونخواه ایالتي حکومت خبر ورکړی چې سمیع وزیر یې د ښې درملنې په موخه یو ځایي روغتون ته لېږدولی او د روغتیایي وضعیت د ښه کیدو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
د صدیق نواز په نوم یو ډاکټر چې د سمیع وزیر روغتیایي وضعیت یې له نږدې څارلی وايي، چې هغه په خورا ظالمانه ډول شکنجه شوی دی.
د پاکستان امنیتي ادارو تازه د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړی عبدالصمد خان، په خېبر ولسوالۍ کې د پښتنو د جرګې یو تن تنظیموونکی ملک نصیر کوکي خېل او یو شمېر نور پښتانه تر نیولو وروسته زندانونو ته استولي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان په زندانونو کې د شکنجو په تړاو یو شمېر وزیرستاني ځوانانو هم هېښوونکې څرګندونې کړې وې او د پوځ له لوري دسختو شکنجو څخه پرده پورته کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزیر چې څو ځله په بېلابېلو قضیو کې زنداني شوی اوس هم له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کېږي او لا یې د خلاصون څرک نه دی لګېدلی.