د غزې ناورین؛ ۷۷ سلنه فلسطینیان لومړنیو مرستو او خدمتونو ته لاس رسی نه لري
د اکشن اېډ په نامه یو نړیوال نا دولتي بنسټ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د غزې ۷۷ سلنه خلک له بنسټیزو اسانتیاو بې برخې دي.
دغه راپور داسې مهال خپور شوی، چې په دغې جګړه ځپلې سیمه کې د بشري مرستو د زیاتولو او هغو ته د خلکو د لاسرسي غوښتنې هم مخ په ډېرېدو دي.
د اکشن ایډ ادارې د ملاتړ او دفاع څانګې مشرې ریحام الجعفري د فلسطین غږ راډیو ته ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې فلسطینیانو تر ټولو سختې ورځې شپې تېرې کړې او لا هم د سخت ناورین سره مخامخ دي.
نوموړې د اسراییل له خوا د مرستو پر لیږدولو لګیدلي بندیزونه، پراخه لوږه، د ناروغیو خپرېدل، او د غزې د روغتیايي سیستم سقوط د دغه ناورین اصلي لاملونه یاد کړل.
دغه سازمان پر اسراییلي چارواکو تور ولګاوه چې د مرستو په رسولو یې سخت بندیزونه لګولي او د خوراکي موادو بیې ورسره په بېسارې توګه لوړې شوي دي.
اوسمهال په غزه کې د سون توکو او خوړو د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام څلور نانوایان فعاله کړي چې د ډوډۍ په رسولو کې بسنه نه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د غزې وضعیت "کړکېچن" بللی او د خوراکي توکو، دارو درملو، سون توکو او سرپناه د سخت کمښت یادونه یې کړې ده. د دغه سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم، خبرداری ورکړی چې د ژمي سړې هوا د تنفسي ناروغیو او خوارځواکۍ کچه هم لوړه کړې ده.
د فلسطین د کډوالو د مرستې او کارموندنې ادارې هم ویلي چې بشري مرستې بسنه نه کوي او د قحطۍ د مخنیوي لپاره یې په بېړنۍ توګه د اوربند غوښتنه کړې ده.
په داسې حال کې چې د اسراییل له خوا په غزې کې د شمالي ښارونو، لکه بیتحانون، جبالیا، او بیتلاهیا بریدونه او کلابندي روانه ده، لا هم د جګړو له امله دغو سیمو ته د بېړنیو مرستو لېږد شوني نه دی
د غزې د روغتیا وزارت بیا راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸فلسطینیان وژل شوي، چې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویوشمېر ۴۵۵۸۱ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر هم له ۱۰۸۰۰۰ څخه اوښتی دی.
د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې، د ژمي سړې هوا د بېځایه شویو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
ډېری بېځایه شوي کسان مناسبه سرپناه نه لري او په خپلو خیمو کې د سیلابونو، ناروغیو او خوارځواکۍ سره مخامخ شوي دي.
د غزې انساني ناورین ورځ تر بلې مخ په ډېریدو دی، او نړیوالې مرستندویه ادارې د دغه ناورین د مخنیوي لپاره د بېړنیو ګامونو د اخیستلو غوښتنې کوي.