کورمه کې د ښکېلو غاړو تر منځ د سولې د تړون سره، سره لا هم لارې تړلي دي
د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د سولې تړون سره، سره لا په پاړه چنار او نورو سیمو کې د تګ راتګ لپاره لویې لارې بندې دي چې له کبله یې ځايي اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
ځايي خبریالان وايي، د دغه بندیز له امله خلک د ورځني ژوند بنسټیزو اړتیاوو لکه خوراکي او سون توکو او ان دارو درملو ته هم لاس رسی نه لري.
درې ورځې وړاندې په کوهاټ کې د کورمې تړون د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ لاسلیک شو چې د جرګې د پرېکړې له مخې به په لومړي ګام کې له دواړو غاړو سپکې او درنې وسلې راټولېږي.
د جرګې د پرېکړې له مخې کله چې له دواړو ښکیلو غاړو څخه د وسلو راټولولو بهیر بشپړ شي؛ نو له هغې وروسته به لویې لارې د تګ راتګ لپاره پرانېستل کېږي.
د باوري سرچینو له مخې د جرګې له لوري د وسلو راټولو پرېکړه د دواړو ښکیلو غاړو ځینو کړیو ننګوولې او نه غواړي چې وسلې وسپاري؛ نو له همدې امله ښايي د لارو پرانېستل هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ شي.
په پاړا چنار کې ځايي اوسیدونکو له یخنۍ سره، سره د لارو د خلاصون په موخه خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی. پرلت کوونکي ټینګار کوي تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي، چې په کورمه کې ټولې لارې په بشپړه توګه نه وي پرانېستل شوي.
په همدې حال کې د کورمې ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې سر له سبا به پر دغو لارو د توکو د لېږد لپاره اړونده امنیتي وسایط ګزمې هم پیل کړي او ګواښ یې کړی چې د لارو بندیدل نور دوی ته د زغملو نه دي.
په کورمه کې له کلونو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د ځمکو تر څنګ د غرونو پر وېش جګړې شوي چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده.
له نږدې درې میاشتو راهیسې یو ځل بیا دغو ناندریو او جګړو زور اخیستی، چې له کبله یې د لارو بندیدو له امله حتی ناروغه ماشومان او ښځې مړې شوې. تازه په کوهاټ کې جرګې د دواړو قبیلو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کړ او په راتلونکي کې د جګړو د مخنیوي په موخه یې د سرغړونکو لپاره درنې سزاوې او ناغې وټاکلې.