د امریکا ‌په کلفورنیا کې د یوې وړې الوتکې د نسکوریدو له امله دوه تنه مړه شوي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۳مه په جنوبي کلیفورنیا کې یوه وړه الوتکه د استوګنیزو وسایلو د جوړونې فابریکې له ودانۍ سره ټکر شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د فولرټون ښارګوټي هوايي ډګر ته نږدې چې د لاس‌انجلس سویل ختیځ ۴۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، رامنځته شوې ده.
د فولرټون د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې د دوه تنو مړینه تایید شوېده؛ خو تر اوسه دا نه ‌ده څرګنده چې مړه شوي کسان د الوتکې سپرلۍ وې او که د ودانۍ دننه کارګران.
د پېښې له ځایه ۱۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې د ۸ نورو ټپیانو په ځای کې درملنه شوې ده.
د الوتنو د څارنې ویب ‌پاڼې معلومات ښيي چې دغه الوتکه له فولرټون هوايي ډګر څخه تر الوتلو لږ تر لږه دوه دقیقې وروسته وغورځېده.
د فدرالي هوایي چلند اداره تاییدوي چې دا د “Van’s RV-10” څلور کسیزه، یو اینجن لرونکې الوتکه وه.
د امریکا د ملي ټرانسپورټ د خوندیتوب اداره د ټولنیزو رسنیو په یوه پېغام کې ویلي چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي.