په قزاقستان کې د خرابې هوا له امله ۹۵ موټرونو ډله‌ییز ټکر کړی، ۱۲ کسان په کې ټپیان شوي

د قزاقستان پلازمینې استانې ته په غځېدلې لویه لار د اکمولا په سیمه کې د ډله ییز ټکر له امله دولس کسان ټپيان شوي دي. دغه پېښه د خرابې هوا له امله رامنځته شوې چې هم مهاله ۹۵ موټرو په کې ټکر کړی.

دولتي چارواکو وویل، د لویې لارې په یوه برخه کې چې د قزاقستان پلازمینې استانه د پیټروپاول شمالي ښار سره نښلوي د " هوا د خرابیدو" له امله د هر ډول موټرو لپاره ترافیکي محدودیتونه وضعه شوي.

د چارواکو په وینا د دغې پېښې ټول ټپيان روغتون ته وړل شوي او د لارې د پاکولو له پاره عملیات روان دي.