جان اڅکزی: پاکستان او تاجکستان له «مقاومت جبهې» غوښتي چې د واخان واک ترلاسه کړي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي په ایکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان او تاجکستان له «مقاومت جبهې» غوښتي چې د واخان واک په لاس کې واخلي. هغه د احمد مسعود په مشرۍ د«مقاومت جبهې» ته د شمالي ټلوالې نوم کارولی.

د پاکستان مرکزي حکومت او د تاجکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو له تېرو دوو اونیو راهیسې په خواله رسنیو کې د واخان موضوع ښکه پورته کیږي چې ګنې د پاکستان پوځ هلته خوځښتونه پیل کړي.
جان اڅکزي وړاندې ويلي، چې «‏له دې وروسته به پاکستان، چین او تاجکستان دغه کمربند د دهلیز په توګه کاروي چې شمالي ټلوالې ته به ورکړل شي.»
که څه هم چین دې ته لېواله دی چې د واخان له لارې له افغانستان سره سوداګرېزې اړېکې جوړې کړي خو په دې اړه په څرګنده توګه یې لا څه نه دي ویلي.
‏اڅکزي په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «د پاکستان او تاجکستان تر منځ اړیکې اوس په ښه کېدو دي. د شمالي ټلوالې مشر او د افغان طالبانو پر ضد د ستر مقاومت د غورځنګ قومندانان هم په تاجکستان کې ناست دي.»
دوه ورځې مخکې ایکانومیک ټایمز لیکلي و، چې پاکستان هڅه کوي د طالبانو پر ضد له تاجکستان سره اړیکې جوړې کړي، چې د افغان - پاکستان سیمه‌ییزو اړیکو پر ښه کېدو اغېز لرلای شي.
یادې ورځپاڼې ویلي و، چې دغه خبرې اترې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ له شخړو وروسته کیږي او ای ایس ای هڅه کوي له مقاومت جبهې سره د اړیکو لارې چارې ومومي.
‏جان اڅکزی وړاندې لیکي: «افغان طالبان اوس په دوو ډلو وېشل شوي دي. یوه یې کندهاري ډله ده او بله یې حقاني ډله ده. حقاني په کابل کې ناست دی. کندهاري د پاکستان مخالف او د ټي ټي پي پلوي دي او حقاني له پاکستان سره د اړیکو پلوی دی »
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر وړاندې لیکلي چې څه موده مخکې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د خبرو لپاره د کندهار پر ځای کابل ته تللی او دغه کار یې ځکه کړی چې پاکستان د ټي ټي پي په ملاتړ له کندهاري طالبانو خوابدی دی او کابل ناسته یې له حقانیانو سره کړې ده.
طالبانو لا د جان اڅکزي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو دغې ډلې تېرې دوه ورځې د خپلو ځانګړو ځواکونو ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې کړې او ورسره لیکلي ېې دي چې واخان تر بشپړ کنټرول لاندې دی