امرالله صالح د امریکا پر حکومت تور پورې کړ چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د «مرغومې ۱۴مه» په خپله ایکس پاڼه د امریکا پر حکومت جدي تورونه پورې کړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې، امریکا هره اوونۍ یاهرې لس ورځې وروسته د طالبانو حکومت ته د ۴۰ میلیونه څخه تر ۸۰میلیونه ډالرو پورې مرسته کړې ده. سربېره پر دې، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د «پایدونکي ټیکاو» په نوم د یو پروګرام له لارې ۴۴۶میلیونه ډالر نور هم طالبانو ته ځانګړي کړي دي. صالح ټینګار کوي چې دغه پروګرام او ورسره تړلي بودجې مشکوکې دي او د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري.
نوموړي دغه مرستې د ترهګرۍ لپاره غیر مستقیم ملاتړ بللی او د دغه بهیر د ژر بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي صالح زیاته کړې چې په دې تړاو باید څېړنې وشي، او د ترهګرۍ د قربانیانو د ملاتړ په موخه غوره چارې ترسره شي.
اندېښنې او غبرګونونه
د امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په امریکا کې د مالیه ورکوونکو پیسو د لګښت په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي. ډېری امریکايي منتقدین له اوږدې مودې راهیسې د دغو مرستو د شفافیت او اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي.
په دې اړه د رسمي راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکاهمکارو سازمانونو لږ تر لږه ۱۱ میلیونه ډالر د مالیاتو او مستقیمولګښتونو په بڼه طالبانو ته ورکړي دي. دغې موضوع اندېښنې لا زیاتې کړې، چې طالبان ښايي له دغو مرستو ناوړه ګټه پورته کړي او د دغو مرستو مدیریت تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه نیوکې په ځانګړې توګه په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې امریکا د کورنیو اقتصادي ستونزو، لکه لوړ نرخونه د پیسو پړسوب (انفلاسیون)، ستر پورونه، او د عامه خدمتونو لپاره د بودجې له کمښت سره مخامخ شوې ده. ځینې امریکايي سیاستوال او کارپوهان باور لري چې د مالیه ورکوونکو پیسې باید هغو ډلو ته ور نه کړل شي چې د بشري حقونو په سرغړونو یاله ترهګرۍ سره په اړیکو تورن دي.
د امریکا دننه د فساد او بې غوریو اړوند تحقیقاتي ادارو هم په وار، وار طالبانو سره د مرستو او نغدي کڅوړو په تړاو جدي اندیښنې څرګندې کړي او دا یې هم ویلي چې، د دغو پیسو د ترلاسه کولو لپاره طالبانو ځینې جعلي نادولتي موسسې جوړې کړي او د امریکا د دغو نغدو کڅوړو یوه برخه د طالبانو لاسونو ته لوېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د امریکا حکومت به خپله تګلاره بدله کړي، او که دغه ډول مرستې به همداسې دوام ولري؟
که څه هم چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ دغې پوښتنې ته یو څه ځواب ویلی او د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال یې ویلي چې پر طالبانو به نغدي کڅوړې بندې کړي؛ خو د روان زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر ۲۰مې نېتې وروسته چې ټرامپ سپینې ماڼۍ ته په رسمي توګه ننوځي بیا به معلومه شي چې خپلې ژمنې به څومره عملي کړای شي.