د ایران حکومت تېره ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ بندیان اعدام کړي دي

د بشری حقوقو سازمان هه‌نګاو چې له بهره د ایران پېښې څاري، په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ایران حکومت د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ زندانیان اعدام کړي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې یوازې په یوه میاشت د ایران حکومت په زندانونو کې نهه افغانان، ۲۸ کردان، ۳۲ بلوڅان، ۱۵ ترکان او شپږ ښځې په دار ځړولې دي.
په یاد راپور کې د پاتې اعدام شویو هویت نه دی ښودل شوی، خو د ایران حکومت د اعدامونو په لړ کې ډیر شمېر ایرانیان هم اعداموي.
په راپور کې راغلي، چې د ډیسمبر په میاشت کې، تر ټولو زیاتې د اعدام ۷۵ قضیې د مخدره توکو اړوند جرمونو پورې تړلې وې.
د دې تر څنګ ۶۱ قضیې د قصدي وژنو او دوه نورې یې په وسله والو غلاوو پورې تړلې وې.
‏‏د هه‌نګاو په نوم د بشری حقوقو سازمان چې د ایران دننه له بشري حقونو سرغړونې له بهره څاري، وړمه ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۱۲مه) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې د دغو وژنو ۱۵ سلنه ناموسي وژنې ګڼل شوې دي.
د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو د قاچاقو او قصدي وژنو» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو د قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي دي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دغې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې