د خوست په مستربل کې د ډېورنډ کرښې ته نېږدې د درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي

له خوست څخه یو شمېر ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې په مستربل کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې د درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي ډول د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینې وايي چې جګړه د شپې ۱:۴۵ دقیقې پیل شوې ده او لا هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.