فارن افیرز: تحریرالشام د طالبانو په پرتله خپل سـخت دریځي شیـخان کمزوري کړي
فارن افیرز په یوه تحلیل کې د طالبانو او د سوریې ډلو یوه پرتلنه کړې او له امریکا او لویدیز نه یې غوښتي، چې له دې ډلې سره تعامل وکړي.فارن افییرز وايي، «د طالبانو مشر په کلي کې زیږېدلی، او د بهرنۍ نړۍ پر ضد وعظ کوي، خو د تحریر الشام مشران د سوریې له مدرنو ښارونو راوتلي.
فارن افیرز وايي، کله چې طالبانو کابل ونیوه، افغانستان د بندیزونو او اقتصادي او ډیپلوماتیکې انزوا تر فشار لاندې راغی. نورو حکومتونو د دې لپاره په کافي چټکۍ او جرئت عمل ونه کړ چې د هېواد د فقر بحران ته پای ورکړي او اقتصادي بندیزونه یې ځای پر ځای پرېښودل چې د طالبانو په چلند کې یې هېڅ بدلون رانه وست، خو افغانان یې له قحطۍ سره مخ کړل.
فارن افییرز وايي، نړیوالو چارواکو په تېره میاشت کې له تحریرالشام سره تر دې دمه ډېرې اړیکې نیولې او دغو اړیکو هغوی وهڅول، چې په سیاسي او نظریاتي اړخونو کې له طالبانو ځان متفاوت وښیي. خو داسې ښکاري چې بهرني لوري به هغه تېروتنې بیا تکرار کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په افغانستان کې وکړې.
فارن افیرز وايي، « د سیاسي بدلون په وخت کې هر ګام کولی شي د تاریخ مسیر بدل کړي. لویدیز چارواکي د یوې نوې سوریې د راتلونکې په اړه هیله من ښکاري او دا د حق خبره ده خو که داسې اقدامات ونه شي چې سوریې ته له اوږدې جګړې وروسته د خپل اقتصاد بیا رغونې او نوي کولو زمینه برابره کړي، دغه هېواد نورې ګډوډۍ او بې ثباتۍ ته ورګرځېدای شي، چې نه یې لویدیز غواړي او نه سوریایان».
فارن افیرز وايي، لویدیز حکومتونه باید په افغانستان کې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي، ځکه په سوریه کې اوږدمهاله کړکیچ به د منځني ختیز نورو سیمو ته وغځیږي، په سیمه کې به د لویدیز نفوذ کمزوری کړي او د نورو خلکو د کډوالۍ سبب به شي.
د یادې سرچینې په وینا، له افغانستان څخه دوه درسونه چې د سوریې قضیې پورې اړوند دي، څرګندیږي.
لومړی درس دا دی چې په افغانستان کې نړیوالو په ځنډ خپل بندیزونه نرم کړل او دویم درس دا دی چې لویدیز د طالبانو د نه رسمیت پېژندنې په اړه وضاحتونه ورنه کړل.
د فارن افیرز په باور، د سوریې لپاره دغه درسونه دا ښيي چې نړیواله ټولنه باید د افغان قضیې تېروتنې تکرار نه کړي او د سوریې نویو مشرانو ته یو واضح او عادلانه وړاندیز وکړي.
فارن افیرز وايي، «د طالبانو مشر په کلي کې زیږېدلی، د سخت مذهبي تعلیم ملاتړ کوي او د بهرنۍ نړۍ د بدو اغیزو پر ضد وعظ کوي. برعکس، د تحریر الشام مشران که څه هم ژمن مذهبيان دي، خو د سوریې له مدرنو ښارونو څخه راوتلي دي، ډېری یې له پوهنتونونو فارغ دي او غواړي چې له نړۍ سره اړیکې ولري. د سوریې نوي مشران داسې ښکاري چې د طالبانو په پرتله ډېر لیواله دي چې له لویدیز سره اړیکې جوړې کړي ».
فارن افیرز وايي، « په طالبانو کې سخته مذهبي کړۍ موجوده ده، خوهیئت تحریر الشام خپل سخت دریځه شیخان کمزوري کړي دي. دغه ډله د هر عمر نجونو لپاره د زده کړو هڅې ستایي، که څه هم ټولګي د جنسیت پر اساس جلا شوي دي».
فارن افیرز زیاتوي، چې پر دمشق له واکمنۍ وروسته د سوریې یاغیانو یو نرم دریځ غوره کړی دی.
فارن افیرز په پای کې وايي، مخکې له دې چې د طالبانو په څېر تجربې تکرار شي نړیوال باید د سوریې له واکمنو سره جوړجاړي ته ورسیږي.