طالبانو په بغلان کې یو تن د «شرابو د پلور» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په بغلان کې یې یو تن د «شرابو د پلور» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی دي. پر نړۍوالو نیوکو سربېره هم طالبانو په عام محضر کې د سزاګانو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (مرغومي۱۳مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د بغلان ولایت ښاري ابتداییه محکمې یو کس ته د «شرابو د پلور» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاګانې په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د بغلان مرکز ښاري ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر یوه کس عملي کړه.
په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغه تورن کس ۳۹ دورې وهلی او ۱۴ میاشتې د بند سزا یې ورته اورولې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.