طالبان: ‏پاکستان کې تر ۵۰ ډېر افغان بندیان له خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، ‏۵۴ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان (د مرغومي په ۱۲مه) نېټه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په ‏تورخم او سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ‏قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۳ تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو، چې تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ځینو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه کسان د پاکستان په کومو صوبو او زندانونو کې بندیان وو.
تېره ورځ هم پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د بلوچستان په «چاغۍ» ولسوالۍ کې هغه ٧٢ تنه افغانان نيولي چې له افغانستانه په ناقانونه توګه پاکستان ته اوښتي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴کال کې د دوی له‌خوا ۱۰ ګډ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې د چاغۍ ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د ۲۷۷۹ نارینه، ۳۳۶ مېرمنو او ۲۹۰ ماشومانو په ګډون درې زره او ۸۲۶ تنه افغانان نیولي دي.
د دوشنبې په ورځ هم د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي و، چې په اسلام اباد کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.
د سرچینو په خبره، د دغو نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ تنه و چې ویل کیږي لا یې هم برخلیک نه دی جوت شوی.