له ۱۰ تنو بریتانیایي ځانګړو ځواکونو څخه د جنګي جرمونو په تړاو پوښتنې کیږي
د بریتانیا د دفاع وزارت وایي د هغه هېواد د ځانګړو ځواکونو نهه تنه په سوریه او یو تن یې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور تر قانوني اښتنو پوښتنو لاندې راغلي دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي د دغو لسو تنو دوسیې د دریو جلا پېښو په تړاو تر پلټنو لاندې دي.
د بریتانیا د ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۱ مه د دغه هېواد د دفاع وزارت د یو ویاند له خولې لیکلي: «زموږ ځواکونه د خپلو ځانګړو سټندردونو په لرلو سره په ټوله نړۍ کې د درناوي وړ ځواکونه دي، هر کس چې دغه سټندردونه له پامه غورځوي د ایستلو تر څنګ د هغه په وړاندې به ګام هم اخلو.»
د بریتانیا د دفاع وزارت دغه ویاند د دغو دوسیو په اړه او د جنګي جرمونو د بڼو په تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړي.
بریتانیایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو یو کس په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن دی او ۹ تنه نور یې بیا په سوریه کې د دغو کړنو په ترسره کولو سره د قانوني سزا سره مخامخ شوي دي.
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه نوي راپورونه داسې مهال خپریږي چې د بریتانیا د دولت له خوا په افغانستان کې د دغو ځواکونو د ماموریت په اړه یوه عمومي څېړنه هم د بشپړیدو په حال کې ده.
دغه څیړنه درې کاله وړاندې، له هغه وروسته پیل شوه چې بي بي سي د یو څیړنیز راپور په خپرولو سره ادعا وکړه چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ولسي وګړي وژلي وو.