د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې سویلي کوریا ورسره پنځه مېلیونه ډالر مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې د سویلي کوریا څخه د دغې مرستې په تر لاسه کولو سره به دوی زیانمنونکو کورنیو ته بېړني خوراکي توکي چمتو او پر مېندواره مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو به هغه خواړه ووېشي چې په هغو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، دغه مرسته داسې مهال شوې چې د افغانستان د خلکو يو پر درېیمه برخه یعنې ۱۵ مېلیونه خلک په روان ژمي کې خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د سویلي کوریا شارژدافیر مون سونګ هوان وایي:« په افغانستان کې د خلکو وزګارتیا ډېرې کورنۍ له لوږې سره مخامخې کړې او د ژمي په سړو سېلیو کې هغوی د خپلو کورونو تودولو لپاره هیڅ هم نه لري. موږ پوهېږو چې دا مهال ۱۵ مېلیونه افغانان د خپلو درې وخته خوړو د تر لاسه کولو لپاره هک حیران دي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د سویلي کوریا په دغې نوې مرستې سره به دوی نږدې د ۳۷ زره هغو خلکو لاس نیوی وکړي چې دا مهال له سختې تنګسې سره مخامخ دي.
دا رنګه دغه بنسټ وایي، چې په تر لاسه شوې مرستې به دوی وکړای شي چې ۴۷ زره هغه مېندې او خوارځواکي ماشومان تغذیه کړي چې تر نورو زیات اړمن دي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د خوراکي توکو پر کموالي او د خلکو په بې‌وزلۍ ژورې اندېښنې په ډاګه کړې وې.

داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې ډېر خلک پر دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.