نور چې په پکتیکا کې د پاکستان برید ته غلی و، د سلیماني د ۵ تلین په اړه یې خواشیني ښودلې

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځيان برید ته غلی و، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د پنځم تلین په اړه خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سلیماني مړینه د ایران او د اسلامي نړۍ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
د هغه دغه پیغام تر هغه وروسته له پراخو غبرګونونو سره مخ شو، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د برید په ترڅ کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله واړوله او عطا محمد نور پرې هېڅ ډول غبرګون و نه ښوده.
نیوکه کوونکو ښاغلی نور پردي پاله کس بللی او وایي، چې د افغانستان مسایلو ته په قومي او سمتي سترګه ګوري.
نور په خپل پیغام کې قاسم سلیماني ته د شهید کلمه کارولې او ویلي یې دي: «په ډیرې خواشینۍ سره د زړونو د سردار او د مقاومت د بنسټګر حاجي قاسم سلیماني د شهادت د پنځم تلین په مناسبت د ایران مشرتابه او ستر ملت او د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.»
د نوموړي د دغه پیغام په غبرګون د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان ځیني څېرې له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له استخباراتو سره کار کوي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې چې نظامونه استحکام پیدا کوي بیا یادې څېرې د خپلو نظامونو په وړاندې غږ پورته کوي او ان د دوی لپاره د افغانستان ملي مسایل یو ډول تجارت برېښي.
ښاغلی اصولي زیاتوي، هغه کسان چې د ګاونډيانو د ګټو لپاره کار کوي هېڅکله نه غواړي د افغانستان د ملي مسایلو په اړه غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، پاکستاني پوځیانو د تېرې اونۍ د سې شنبه په شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان په کې وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
طالبانو بیا د پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون د شنبې په ورځ له خوست او پکتیکا ولایتونو څخه د پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستاني لوري په پوستو بریدونه وکړل.
راپورونه وایي، چې په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.