‏د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۴‌کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۲ خبریالان وژل شوي دي

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) وایي، چې ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ۱۲۲ کارکوونکي په کې وژل شوي دي.

د دغه فدراسیون د راپور له مخې، په منځنۍ کچه په هرو درېیو ورځو کې یو خبریال وژل کېږي.
د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلېنګي په یوه بیان کې وویل:« زموږ خواخوږي د هغو ۱۲۲ د رسنیو کارکوونکو له کورنیو او دوستانو سره ده چې په ۲۰۲۴ کال کې وژل شوي دي.»
‏دغه فدراسیون دارنګه د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب او د هغوی د قاتلینو د محاکمې غوښتنه وکړه.
دغه راپور په لومړي سر کې د ډسمبر په لسمه خپور شو؛ خو وروسته له هغه تازه شو، چې د کال په وروستیو کې هم په ځینو پېښو کې خبریالان ووژل شول.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو تر ټولو ډېر تلفات په منځني ختیځ کې وو چې ټولټال ۷۷ خبریالان په کې وژل شوي وو.
له بل پلوه بیا په اسیایي هېوادونو کې اووه خبریالان په پاکستان او پنځه په بنګله دېش کې وژل شوي دي.
په افریقا کې بیا په ۲۰۲۴کال کې لس خبریالان وژل شوي دي. په سوډان کې بیا د جګړې په ترڅ کې شپږ د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. په متحده ایالاتو کې نهه او په اروپا کې بیا څلور خبریالان وژل شوي دي.
په هایټي کې، دوه خبریالان په دې وروستیو کې هغه مهال ووژل شول، چې وسله‌والو په یوه مطبوعاتي کنفرانس ډزې وکړې.
‏دغه فدراسیون د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې زندانونو ته د خبریالانو د لېږلو پېښې هم زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، د ډسمبر تر ۳۱مې پورې په ټوله نړۍ کې ۵۱۶ تنه د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، چې په ۲۰۲۳کال کې یې شمېر ۴۲۷ او په ۲۰۲۲کال کې یې شمېر ۳۷۵ ته رسېده.
چین او اسراییل د خبریالانو په زنداني کولو کې ترټولو مخکښ هېوادونه ښودل شوي دي.
د بې پولې خبريالانو د ډسمبر میاشتې د راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې ۵۵ خبريالان يرغمل شوي او ۹۵ تنه نور بیا لادرکه دي.