سور صلیب: تېر کال په افغانستان کې ۴۵۵ تنه د ماین چاودنو په پېښو کې مړه یا ټپیان شوي دي
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، تېر زېږدیز کال د ماینونو او چاودېدونکو توکو په ۲۳۴ پېښو کې ۴۵۵ تنه مړه یا ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ ویلي، چې د قربانیانو په ډله کې له نیمایي زیات یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.
سور صلیب چې په افغانستان کې د څو لسیزو را په دې خوا د ماینونو او چاودېدونکو توکو ټپیانو او معلول شویو وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي په خپل راپور کې وایي، چې دمګړۍ په دغه هېواد کې د زیان منونکو وګړو له هغې ډلې د مېرمنو او ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی دی او بېړني لاس نیوي ته اړتیا لري.
سور صلیب وایي، چې دوی د ماینونو او چاودېدونکو توکو د پېښو د مخنیوي په پار د سرې میاشتې سره په ګډه له ۲۴۰ زره ډېرو کسانو ته چې ډېر یې ماشومان او تنکي ځوانان وو، د ماینونو په اړه پوهاوی ورکړی او هغوی ته یې لارښونه او سپارښتنه کړې چې نا پېژندل شویو شیانو ته نږدې نه شي او د مشکوکو څیزونو په لیدلو سره دې د کلیو مشرانو ته خبر ورکړي.
سره له دې چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ماین پاکۍ ګڼې ادارې کار کوي؛ خو تر ډېره نیوکې دا دي چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې هغه شان کار نه دی شوی، لکه څنګه چې ورته اړتیا وه.
دغه بنسټ وایي، چې په افغانستان کې مېلیونونه خلک له پراخو ننګونو او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې اصلي لامل یې نړۍوال بندیزونه او د بهرنیو مرستو کمښت دی، چې مېلیونونه خلک یې له لوږې سره مخامخ کړي او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې راتلونکی کال باید افغانستان سره مرستې ډېرې او نړۍوال ملاتړ ته دې زیاته پاملرنه وشي.