له طالبانو سره د لانجو په اوج کې د ای ایس ای مشر د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل

په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو اړیکې مخ په خړیدو دي د دغه هېواد د استخباراتو رئیس جنرال عاصم ملک د تاجکستان له ولسمشر سره په دوشنبې ښار کې لیدلي دي.

د تاجکستان د ولسمشر دفتر د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو د "سیمه ‌ییزې سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت" په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، امام علي رحمان د دواړو هېوادونو له اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د امنیتي همکاریو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د چارواکو دوامداره اړیکې د تاجیکستان او پاکستان په ګټه دي.
دواړو لوریو په ترهګرۍ، سخت دریځۍ او د نشه ‌يي توکو د قاچاق پر وړاندېد ګډې مبارزې پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
دغه لیدنه په داسې وخت کې شوې چې له طالبانو سره د پاکستان کړکېچ مخ په زیاتېدو دی. په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو په پولو کې وسله ‌والې نښتې هم شوي چې دواړو غاړو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.
تاجیکستان د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د مشرانو کوربه ‌توب کوي او د سیمې له هغو لږو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري. تاجکستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال څو ځله په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د ای ایس ای مشر د ملي مقاومت جبهې له مشرانو سره لیدلي که نه.
تر دې وړاندې ځینو پاکستاني ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی و، چې که طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو مخه ونه نیسي، پاکستان ممکن د دوی له مخالفو جبهو سره اړیکې جوړې کړي.
هم مهاله ویل کېږي، چې پاکستان تابیا لري،‌ پر واخان کواریډور خپله ولکه ټینګه کړي او د دې لپاره یې پوځي چمتووالی هم نیولی دی؛خو طالبانو بیا دا ډول اوازې رد کړي او د افغانستان له خاورې څخه د دفاع خبرې یې کړې دي.