ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال مو په افغانستان کې درې زره مېوه لرونکي باغونه جوړ کړي
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (ایف اې او) د (مرغومې ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال کې د بڼوالۍ او کرنیز سکټور د ودې په موخه یې ځانګړې پروژې پلې کړې دي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د بېلابېلا ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې یې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې له ۶۳۸زرو څخه ډېر مېوه لرونکي نیالګي پر خلکو وېشلي او څه کم درې زره باغونه یې هم نوي جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، چې وېشل شویو مېوه لرونکو ونو کې انګور، ناک، شفتالو او بېلابېلې مېوه لرونکي ونې شاملې وې.
د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان ۲۵سلنه ناخالص عواید له کرنیز سکټور او بڼوالۍ څخه لاسته راځي او نږدې ۶۰سلنه افغانان په کرکیله بوخت دي.