طالبانو په پنجشیر کې د څلوېښت زره ډالرو په ارزښت زمرود وپلورل

د طالبانو تر واک لاندې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې د (مرغومې ۸مه) یې د یوې بولۍ له لارې ۷۶۳ قیراطه زمرود د ۳۹،۲۱۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو ولایتي‌ ویاند سیف الدین لټون ویلي چې په دې بولۍ کې د پنجشیر د سوداګرو ترڅنګ له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا سل تنو پانګوالو هم برخه اخیستې وه.
د لټون په وینا؛ په دغه ولایت کې د زمرودو د کانونو قانوني استخراج او ازادې سوداګرۍ کې زرګونه کسان په کار بوخت دي او د پخوا پرتله اوس کاروباریان له دې لارې د پام وړ ګټه ترلاسه کوي.
په پنجشیر کې د طالبانو والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، چې د خلکو او ځوانانو لپاره د کاري اسانتیاوو د چمتو کولو په موخه، په پام کې لري چې د سرو زرو، اوسپنې او نورو کانونو د کیندلو چارې هم پیل کړي.
نوموړي‌ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د کانونو د کیندنې لپاره د دوی لومړنۍ سروې بشپړه او یادې پروژې د داوطبلۍ لپاره چمتو شوې دي.
د راپورونو له مخې په پنجشیر کې طالبان په ناقانونه توګه د زمرودو تر څنګ د قیمتي ډبرو بېلابېل کانونه کیندي چې د ځايي طالبانو تر څنګ په کې د دغې ډلې لوړ پوړي غړي‌ هم شریک دي. همدا راز په نامسلکي او ناقانونه توګه د کیندل کیدونکو کانونو د قیمتي ډبرو د پراخ قاچاق یادونه هم کېږي.
د طالبانو د کانونو وزارت د رسمي شمېرو له مخې په پنجشیر کې دا مهال په ۵۰۰ کانونو کې ۱۰زره کسان په کار بوخت دي. روسي او افغان ځمکپوهانو په ۱۹۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پنجشیر ولایت په روان سیمې کې د زمرودو یو کان وموند او له هغې راوروسته په دغه سیمه کې د کیندنو چارې پیل شوې دي.
د افغانستان زمرود د ځانګړي‌ شفافیت او رنګ له امله په نړۍ کې خورا مشهور دي چې ځانګړي مینوال او پېریدونکي لري.