طالبان وایي، چې د خوست ولایت په صبريو ولسوالۍ کې یې د مسو یو کان موندلی
د خوست ولایت لپاره کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، چې د دغه ولایت د کانونو ریاست لهخوا د صبريو ولسوالۍ اړوند تور تنګي سيمه کې د مسو یو کان موندل شوی. پر طالبانو نیوکې کیږي، چې د افغانستان کانونه په نا مسلکي ډول سپړي او عواید یې شخصي جیبونو ته ځي.
د دغه دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست ولایت لپاره د طالبانو د کانونو مشر صادق جان حمزه په مشرۍ یو پلاوي د صبريو ولسوالۍ اړوند تور تنګي سیمې په غرونو کې د مسو دغه کان موندلی دی.
خبرپاڼې د ښاغلي حمزه په حوالې لیکلي، چې سوېل ختيځ کې خوست د کانونو او طبيعي زېرمو څخه برخمن ولايت دی.
هغه ټینګار کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به دې ته ورته نور ارزښت لرونکي کانونه هم وموندي.
په لیکنه کې ادعا شوې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تڼيو، لکڼو او سپېرې ولسوالۍ اړوند هم د مسو ځیني کانونه موندل شوي دي.
که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې؛ خو یو شمېر سیاستوال او شنونکي د طالبانو د ډلې د سترو پروژو ادعاوې د خلکو تېر اېستل او تبلیغات ګڼي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت (د زمري په لومړۍ نېټه) ویلي و، چې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د مس عینک کان د کېندنې عملي چارې پیلېږي؛ خو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح بیا وایي، چې د مس عینک کان کېندنه د طالبانو لپاره تش یو خوب دی.
تر ډېره پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
پر دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.