محسن داوړ:پاکستاني طالبانو سره د پوځ مذاکراتو ناوړه پایلې او سټراتیژیکې ناکامۍ رامنځته کړي

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او پښتون سیاستوال محسن داوړ په جدي ډول له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پر بهیر او د پاکستان پوځ پر رول نیوکې کړې دي او د دې تګلارې منفي پایلې یې پر حکومتونو او پوځي ادارو ور اچولې دي.

محسن داوړ ویلي، چې د پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د پوځ په مستقیم ملاتړ او لارښوونه پیل شوې. هغه وخت حکومت، چې مشري یې عمران خان کوله، د دغو مذاکراتو ملاتړ وکړ او دا یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه هڅه وګڼله.

هغه وايي، په دې موده کې پوځ د خبرو اترو اصلي لوبغاړی و او حکومت یې د دې بهیر په پرمختګ کې ملتیا کوله.

محسن داوړ زیاته کړه، چې د عمران خان د حکومت تر پرځېدو وروسته او د ټولګډونه حکومت (پي‌ډي‌ایم) تر واک ته رسېدو وروسته، پوځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو په سیاستونو کې خپل مرکزي رول ساتلی و.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر وايي، هغه مهال د پارلمان د امنیتي کمېټې په غونډو کې د دغوخبرو اترو جزییات وړاندې شول او د پوځ استازو د خبرو اترو پر بهیر او احتمالي پایلو په تړاو سپیناوی وړاندې کړ.

محسن داوړ ټینګار وکړ، چې له پیل څخه څرګنده وه چې پاکستاني طالبان د پاکستان شرایطو منلو ته لېوالتیا نه لري؛ خو بیا هم پوځ او حکومت مذاکرات د سولې یوه حل لاره وګڼله.

نوموړي دا هم وویل، چې په هغه وخت کې پرته له دې چې اټکل شوي ګواښونه په نظر کې ونیسي، ډیروګوندونو د پوځ د دغه تګلارې ملاتړ وکړ.

له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تاریخچه

پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې، چې هدف یې د تاوتریخوالي بندول او په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګول و. په دې موده کې د پاکستان بیلابیلو حکومتونو څو ځله له ټي ټي پي سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي، لکه د ۲۰۰۴ کال د «شکۍ تړون» او د ۲۰۰۹ کال د «سوات تړون» ؛خو دا تړونونه د طالبانو له خوا د پرله‌پسې سرغړونو له امله ناکام شول.

منتقدان، په ځانګړي ډول محسن داوړ باور لري چې دغو خبرو اترو نه یوازې سولې ته لاره هواره نه کړه، بلکې پاکستاني طالبان یې لا پیاوړي کړل او په سرحدي سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړ.

پاکستاني سیاستونو کې د افغان طالبانو رول

محسن داوړ د پاکستان په سیمه ییزو سیاستونو کې د افغان طالبانو پر رول پخوا هم خبرې کړې دي.

هغه او ځينو نورو پښتنو سیاسیونو په وار وار په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې پر مهال او تر هغې وروسته د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځیدو وروسته د دغه ډلې څخه ملاتړ د سیمې په امنیت خورا بدې منفي اغیزې کړي دي.

د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنیدو وروسته ټي ټي پي هم د افغان طالبانو پر واکمنۍ خوښۍ کړي او د دواړو ډلو اړیکې تر پخوا له ډېرې شوې دي. دې اړیکو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو بریدونه زیات کړل ؛خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا هم د طالبانو سره د خبرو سیاست ته دوام ورکړ.

پاکستان تازه تېره اوونۍ پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د افغانستان په خاوره کې یې د ټي ټي پي جنګیالي په نښه کړي وو. همدا راز پاکستان لومړي وزیر هم تېره اوونۍ له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټینګار وکړ؛ خو ګیله یې وکړه چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستان ضد ډلې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي دي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې بریدونه تنظیموي.

پر افغانستان واکمنو طالبانو په بیا بیا د پاکستان دغه ادعاوې چې ګوندې له افغان خاورې ورته ګواښونه پېښ دي رد کړې دي؛خو له پاکستاني طالبانو سره د خپلې انډیوالۍ په تړاو یې هېڅ نه دي ویلي.