امرخېل: افغانستان د پاکستان د امنیتي بنسټونو د مکارې او جابرې پاليسۍ په اور کې سوځي

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتی بنسټونو د مکارې او جابرې پاليسۍ په اور کې سوځي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، که څه هم پاکستاني پوځ تل هڅه کړې چې افغان ملت د نابودۍ کنډې ته ټېل وهي، خو افغانان لکه زخمي باز بېرته راپورته شوي او د غچ اخیستو حوصله یې له لاسه نه ده ورکړې.
ښاغلي امرخېل زیاته کړې، تر هغه وخته چې د پاکستان د امنیتي بنسټونو بېخ کندنه و نه شي، افغانستان ارام ساه اخیستی نه شي.
د ننګرهار د یاد پخواني والي په خبره: «‏دا نيمه پېړۍ چې موږ په کوم اور کې سوځېږو د افغانستان د ازلي دوښمن پاکستان امنیتی بنسټونو مکارې او جابری پاليسۍ دي او د پاکستان پوځي ادارو تل هڅه کړې، چې دا ملت د نابودۍ کندې ته ټېل وهي،خو افغان ملت لکه زخمي باز له دې تورو لمبو بېرته راپورته شوی او د غچ اخيستو حوصله یې لا د لاسه نه ده ورکړې.»
ضیاالحق امرخېل د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وایي، چې ‏افغان ملت اوسمهال خپل ازلي دوښمن ښه پېژندلی او هغه څه چې افغانان پرې ملي اجماع ته رسېدلي دا دی، چې د پاکستان د امنيتي بنسټونو بېخ کندنه وشي.
د هغه په وینا: «دوی (پاکستان) که دا کور (افغانستان) سوځولی، خو دېوالونه یې پاخه شوي.»
نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان د سې شنبه په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د جټ الوتکو هوايي بريد وکړ، چې د طالبانو په وینا، په دغه بريد کې وزیرستاني بې ځایه شوي په نښه شوي او ۴۶ ملکي کسان په کې وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې یې «مشکوک ترهګر» وژلي دي.
طالبانو بیا د پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون د شنبې په ورځ له خوست او پکتیکا ولایتونو څخه د پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستاني لوري په پوستو بریدونه وکړل.
راپورونه وایي، چې په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.