د ترکیې ساحلي ګارد ۳۲ تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي

د ترکیې ساحلي ساتونکو د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۳۲ تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې نیول شوي افغان پناه غوښتونکي د بېرته ستنولو لپاره د دغه هېواد د کډوالو ستنولو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
په راپور کې د ترکیې د ساحلي ساتونکو له قوله ویل شوي، چې د دغه هېواد د آیواجیک په څنډو کې د اژه سمندر په شمالي اړخ کې یې د کډوالو یوه بېړۍ نیولې، چې کډوال یې لېږدول.
یاد شمېر افغانان په داسې حال کې نیول شوي، چې ترکيې د افغانانو د پېژندلو او بېرته لېږدلو پروسه ګړندۍ کړې او په وروستيو مياشتو کې يې په سلګونه افغان کډوال نيولي او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د روان کال له پيل څخه تر اوسه په زرګونه افغان کډوال د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي او د بهرنيو اتباعو د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د هغو شمېرو له مخې چې د روان کال په جون میاشت کې خپرې شوې دي، دغه هېواد په تېر کال کې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ بې اسناده کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.