د ګاونډي ښځو ته د کتو د مخنیوي لپاره د هبت الله فرمان؛ د ګاونډي د کور خواته کړکۍ مه جوړوئ
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندازه د خپلو فرمانونو په دوام په یوه نوې فرمان کې امر کړی، چې ښځو ته د کتو د مخنیوي لپاره دې خلګ د ګاونډي د کور لوري ته، چې د کور انګړ او پخلنځۍ ترې ښکاري، کړکۍ نه جوړوي.
دا د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده ۱۴ ګڼه فرمان دی او یو ځل بیا یې د ښځو مسلې ته پکې اشاره کړې ده او خلګ یې د ګاوڼډي د کور لوري ته له کړکۍ جوړولو منع کړي دي.
ملا هبت الله د ګاونډي د کور خوا ته د کړکۍ جوړولو په اړه نوی پنځه مادییز فرمان صادر کړی.
د دغه فرمان په لومړی ماده کې لیکل شوی، چې که کوم کس کور جوړوي او څنګ کې یې د بل کس کور وي، د ودانۍ څښتن نه شي کولی چې د ګاونډي لوري ته داسې کړکۍ پریږدي چې د ګاونډي د کور د کور انګړ، پخلنځي، کوهي او نور ځایونه چې د ښځو د ناستې او ولاړو ځای وي ترې ښکاره شي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، که کوم کس د ګاونډي لور ته کړکۍ پرېښودلې وي او یایې پریږدي، مجبور دی چې د یادې کړکۍ مخې ته د انسان د قد په اندازه دیوال پورته کړي او یا یې هم په بله وسیله مخنیوی وکړي.
هبت الله په دغه فرمان کې ښاروالۍ او نورو ادارو ته امر کړی دی، چې د ودانیو د جوړولو پر مهال څارنه وکړي او د ګاونډي د کور لور ته د جوړو شویو کورونو د داسې کړکۍ اېښودلو مخنیوی وکړي چې د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کې وي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسي د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله له لورې په صادر شویو فرمانونو کې تر ډيره بریده د ښځو اړوند مسایلو ته اشاره شوې ده.