طالبان وايي کابل کې یې ۴۰ ټنه کيميايي خام مواد ونیول

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې یې د دقیقو مالوماتو له مخې په عملیاتو کې ۴۰ ټنه کيمياوي خام مواد نیولي، چې د نشه يي توکو په پروسیس کې کارېدل. طالبانو د همدې موادو سره د یو کس د نیولو خبر هم ور کړی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارې او کشف مشر عبدالله محمد د شنبې په ورځ ويلي، چې دغه کيمياوي مواد له یوه هېواد راوړل شوي او دلته د نشه يي توکو د پروسیس په برخه کې کارېدل.

نوموړي دا ونه ویل، چې دغه مواد له کوم هېواد راوړل شوي، خو په تېر کې ورته مواد بیا بیا له پاکستان افغانستان ته لېږدول شوي.

عبدالله محمد وايي، چې د دغه موادو پر استعمال بنديز دی.

د طالبانو دغه وزارت دا هم ويلي، چې چاته د نشه يي توکو د کر، قاچاق، توليد او استعمال اجازه نه ورکوي او په ټول هېواد کې يې په وړاندې مبارزه جريان لري.

کیمیايي خام مواد د صنعتي نشه يي توکو جوړولو لپاره په دودیزو نشه يي توکو کې کارېږي.

که څه هم طالبانو د نشه يي توکو پر کر، تولید او تجارت بندیز لګولی، خو ور سره له افغانستان سیمې په تېره ایران ته د صنعتي نشه يي موادو په تېره شیشې صادرات ډېر شوي دی.