د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا د پاکستان خاوره نه ګڼو
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د دوی حکومت هم پښتونخوا د پاکستان د خاورې برخه نه ګڼي. تر دې مخکې هم د افغانستان ټولو حکومتونو پښتونخوا د پاکستان خاوره نه ده منلې.
د طالبانو دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا یې بریدونه کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه څرګندونې یې پاکستان ته اشاره ده، نو ویې ویل، "موږ دا د پاکستان خاوره نه ګڼو، نو موږ دا نه شو تاییدولی چې دا د پاکستان په خاوره کې بریدونه دي، خو دا برید "د فرضي کرښې بل اړخ ته شوی دی."
د شنبې په ورځ طالبانو له خوست او پکتیکا ولایتونو په بریدونو کې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کورمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوستې په نښه کړې.
فرانس خبري اژانس د پاکستان د یوه لوړ پوړي سرحدي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې په دې برید کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په پکتیکا ولایت کې یې د پاکستاني ځواکونو له هوايي برید څلور ورځې وروسته ځوابي بریدونه پیل کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په مشخص ډول د پاکستان نوم نه دی اخیستل شوی، خو ویلي یې دي چې دا بریدونه "د ډیورنډ له فرضي کرښې هاخوا" شوي دي.
د ډیورنډ فرضي کرښه هغه اصطلاح ده، چې طالب چارواکي یې معمولا د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې ته اشاره کوي.