سعودي عربستان د یمن لپاره د پنځوس میلیونه ډالرو نوې اقتصادي بسته اعلان کړه
سعودي عربستان د یمن لپاره د پنځوس میلیونه ډالرو نوې اقتصادي بسته اعلان کړې ده. د راپورونو له مخې، د دې بستې د همکارۍ موخه د يمن د حكومت او د يمن د مركزي بانك د بوديجې ثبات ساتل دي.
د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د یمن په مرکزي بانک کې ۳۰۰ میلیونه ډالره زېرمه شوي او ۲۰۰ میلیون ډالره بیا د یمن د بودیجې د کسر د کمولو لپاره ورکړل شوي دي.
یمن چې اوس مهال وخت ناوخته د اسراییلي ځواکونو له هوایي بریدونو سره مخ دی، اسراییل وایي چې په دغه هېواد کې د بریدونو موخه حوثي یاغیان دي، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.
یاده دې وي، چې په دغه هېواد کي پر مالي بحران سربېره د اوبو بحران، ديني بنسټ پالنه او دغه راز د شمال او سویل تر منځ د بېلتون هڅې روانې دي.