زلمی خلیلزاد: د دوحې تړون له مخې افغانستان کې باید د ټولو خواو په هوکړه نظام رامنځته شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د دوحې تړون په تړاو د (مرغومې په ۵مه) ویلي چې دغه هوکړه لیک کې د افغانستان د سیاسي نظام بڼه نه ده څرګنده شوې.

د خلیلزاد په خبره، دغه تړون یوازې دې ته اشاره کوي چې نوی حکومت باید د طالبانو او نورو افغان خواوو ترمنځ د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې رامنځته شي.
ښاغلی خليلزاد ټینګار کوي، چې د افغانانو، طالبانو او نورو اړخونو لپاره لویه ننګونه دا ده چې، څنګه کولای شي په اوسنیو شرایطو کې دغو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې په هوکړه لیک کې د مذاکراتو او خبرو اترو پر اهمیت ټینګار شوی و؛ خو اوس مهال د دغو ژمنو پلي کول د موجوده حقیقتونو له مخې یوه جدي ننګونه ده.
زلمی خلیلزاد هغه کس دی چې د دوحې تړون یې له طالبانو سره د امریکا په استازولۍ لاسلیک کړ.
دغه تړون په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو چې د سولې د بهیر تر څنګ یې په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د واک لېږد ته لومړیتوب ورکاوه.
پر خلیلزاد نیوکې دا دي چې، د دوحې تړون کې یې د ناغیړیو له کبله پخوانی جمهوري نظام ونړید او طالبان له خپلو افراطي مفکورو سره یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د دوحې تړون عملي کیدل په اوس وخت کې ممکن نه ښکاري، ځکه طالبان کورنیو سیاسي ډلو او بهرنیانو سره هېڅ ډول تعامل ته چمتو نه دي.