اېلان ماسک د جرمني له پارلماني ټاکنو مخکې له ښي اړخي اې اف ډي ګوند څخه بیا ځلې ملاتړ وکړ
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F851ca98aaf2353ca3b1d3f350e74771ab0e9469e-275x183.jpg%3Frect%3D0%2C15%2C275%2C155%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
د اېکس ټولنیزي شبکې مالک اېلان ماسک په جرمني کې له پارلماني ټاکنو څه کم دوه میاشتې مخکې په جرمن ورځپاڼې"ولټ ام سونټاګ" کې په یوه مقاله کې یو ځل بیا د دغه هېواد له سخت دریځه ګوند «د جرمني لپاره بدیل» چې اې اف ډي په نوم پېژندل کېږي، ملاتړ وکړ.
دا لیکنه د شنبې په ورځ (د مرغومې ۸مه) د دې ورځپاڼې د مېلمنو د مقالو برخه کې په انلاین ډول خپره شوې ده.
هغه په دې مقاله کې لیکلي: "د اې اف ډي ګوند د ښي اړخي افراطي ګوند په توګه انځورول په ښکاره ډول ناسم دي. د دې ګوند مشر د الیس وایدل د ژوند ملګری د سریلانکا یو همجنسګرا دی. ایا فکر کوئ چې دا چلند د هټلر په څېر دی؟ مهرباني وکړئ بس کړئ!"
د جرمني د کورني استخباراتو ادارې اې اف دي ګوند له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ملي کچه د افراطیت د یوې شکمنې قضیې په توګه طبقه بندي کړې ده.
ملتپال اف ديګوند په جرمني کې د کډوالو د پراخ شتون سخت مخالف دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې ماسک په ښکاره د اې اف دي ګوند ملاتړ کوي.
د یادولو ده، چې نوموړي د لېندۍ په ۳۰مه هم پر اېکس لیکلي و: «یوازې اې اف ډي کولی شي جرمني وژغوري.»