ډونالډ ټرمپ د کرېسمس په مبارکۍ کې یو ځل بیا ټروډو ته کوتڅنډنه کړې

ډونالډ ټرمپ د کرېسمس په مبارکۍ پیغام کې یو ځل بیا جسټن ټروډو ته کوتڅنډنه کړې او یو ځل بیا یې هغه د کاناډا د لومړي وزیر پر ځای والي یاد کړی او ویلي دي، که کاناډا د متحده ایالاتو ۵۱ ایالت وای پر خلکو به مالیات ډېر لږ وو.

ډونالډ ټرمپ د کرېسمس په پېغام کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ددغه هېواد والي یاد کړی او د کرېسمس په مبارکۍ پیغام کې یې ورته ویلي چې د اتباعو مالیات یې لوړ دي.

ټرمپ ټروډو ته د کرېسمس په پیغام کې وویل: «د کاناډا والي ته مبارکي وایم چې د خلکو مالیات یې ډېر زیات دي. که کاناډا زموږ ۵۱م ایالت وای، نو د دوی مالیات به ۶۰ سلنه کم شوي وای. کار او بار به یې بلافاصله دوه برابره شوی وای او په پوځي لحاظ به په نړۍ کې په بې ساري توګه ترې ساتنه شوې وای.»