د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ
د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. من موهن سنګ له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د هند لومړی وزیر و.
د رویټرز د راپور له مخې، من موهن سنګ د روغتیا له خرابېدو وروسته له تېرو څو ورځو راهیسي د نوي ډیلي په یوه روغتون کې بستر وو.
د هند د سيکانو لومړی وزير من موهن سنګ په ۱۹۳۲ کال کې د چکوال ولسوالۍ چې اوس د پاکستان برخه ده په يوه کلي کې زېږېدلی او تر څلورم ټولګي پورې يې په دغه ولسوالۍ کې زده کړې کړي.
د پاکستان له جوړېدو وروسته یې کورنۍ هند ته ولاړه او هلته یې لوړې زده کړې وکړې. هغه د بریتانیا د اکسفورډ او کیمبرج پوهنتون څخه په اقتصاد کې تر دوکتورا خپلې زده کړې ورسولې.
نوموړی له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴ کال پورې د هند لومړی وزیر و، د نوموړي اقتصادي تګلارې د هند د اقتصادي ودې لامل ګڼل کېږي.