زلمی خلیلزاد: اذري الوتکه د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نسکوره شوې
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، اذري الوتکه چې له باکو څخه ګروزني ته روانه وه د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې نسکوره شوې ده. نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پېښې قربانیان او د هغوی کورنۍ د «خپلواکې څېړنې» مستحق دي.
تېره ورځ د قزاقستان په اکتاو کې د اذربایجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې پرېوتو په پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي دي.
په دغې الوتکه کې ۶۷ کسان سپاره وو، چې ۶۲ یې مساپر او پنځه د عملې غړي وو، چې ۳۸ کسان په کې مړه شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي.
په دغه الوتکه کې د ازربایجان، قرغزستان، روسیې او قزاقستان اوسېدونکو سفر کاوه.
له بل پلوه بیا د قزاقستان لهخوا د دغې پېښې د پلټنو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی، چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال کانات بوزمبایف به یې مشري کوي.