مولوي عبدالکبیر: د افغانانو له دفاع څخه به درېغ ونه کړو
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ، چې د افغانانو له دفاع څخه به دریغ ونه کړي.
طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې په مراسمو کې کړي دي.
هغه د پاکستان بريدونو ته په مستقيم ډول له اشاره کولو پرته وويل: "طالبان د افغانانو له دفاع څخه درېغ نه کوي او د هېڅ لوري امر نه مني."
د پاکستان پوځ د سې شنبه په شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو هوايي بریدونه کړي دي.
طالبانو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او وزیرستاني کډوالو په ګډون ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان اډې په نښه شوې دي.
هغه د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو د وژلو په اړه د طالبانو ادعا "دروغ او ګمراه کوونکې" وبلله.
عبدالکبیر په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د اډو د شتون په اړه د پاکستان ادعا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې طالبان هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوی، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانستان پر ضد درواغجن تورونه نه یوازې بې ګټې دي، بلکې اړیکې به خرابې کړي او تاوتریخوالی به زیات کړي.
د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې طالبانو ویلي، چې دغو بریدونو ته به ځواب ورکړي.
همدا ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی وو او خپل سخت اعتراض یې ورته څرګند کړی