د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نویو راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې له پراخوالي خبر ورکړی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې د سوېلي کوریا د یو مېلیون ډالرو په همکارۍ سره د افغان راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره خپلې مرستې پراخوي. دغه سازمان وايي، یادې مرستې به نویو راستنېدونکو کډوالو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغه پروګرام له لارې به د اته زرو راستنېدونکو لپاره د ژوند ژغورنې مرستې چمتو کړي او په ننګرهار کې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې به د ۶۳۰۰ بې ځایه شویو کسانو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان دغه مرسته پر داسې مهال اعلان کړې، چې همدا دوه ورځې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په سږني ژمي کې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې یوازې له شپږ مېلیونو کسانو سره مرسته کولای شي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې د بودجې د کمښت له امله مېلیونونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له اړینو مرستو بې برخې کېږي.
له بل پلوه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې د روان کال (د وږي له ۲۴مې تر لېندۍ ۱۰مې) پورې له ۷۸۳ زرو ډېر کډوال له پاکستانه ستنېدلي دي.