پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د پنځو خبریالانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې د پنځو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزې ښار د زیتون په ګاونډ کې پر یوه کور د اسراییل په هوايي برید کې پنځه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.
دغه چارواکي خبرداری ورکوي، چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي ځکه چې ډېری کسان لاهم تر خاورو لاندې دي.
په یوه بله پېښه کې پنځه خبریالان هغه مهال ووژل شول، چې د غزې په مرکزي ښار نصیرات کې د العوده روغتون ته څېرمه د دوی پر موټر برید وشو.
د راپورونو له مخې، دغو خبریالانو د القدس العیوم ټلویزیوني شبکې لپاره کار کاوه.
له بل پلوه بیا د اسراییل پوځ ویلي، چې پر دغه موټر یې ځکه برید کړی چې پکې د حماس ډلې غړي سپاره وو.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند په اړه خبرې روانې دي.