د افغان مېرمنو یوې ډلې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د حامد قرلق په خوشې کولو کې دې مرسته وکړي

د ښځو سره د پیوستون شبکې په تخار ولایت کې د یو ټولنیز فعال حامد قرلق نیونه غندلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه یې کړې.

دغې ډلې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نورو بنسټونو وغوښتل، چې د ښاغلي قرلق په خوشې کولو کې دې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې ښاغلی قرلق د تخار په ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او تر دې دمه یې برخلیک نه دی مالوم.
د ښځو د پیوستون په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي قرلق د ښوونځیو او پارکونو د جوړولو او د بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې په پار هڅې کولې.
دغې شبکې په افغانستان کې د پراخې لوږې، د خلکو بې‌وسۍ، پر مېرمنو د کاري بندیزونو او د طالبانو له‌خوا د مرستو په «تالا ترغۍ» کولو د مخنیوي په برخو کې د ښاغلي قرلق هڅې ستایلې دي.
دغې ټولنې له ټولو مدني فعالانو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د ښاغلي قرلق په راخوشې کولو کې دې مرسته وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې هغه پرته له قید او شرطه خوشې کړي.
که څه هم چې طالبانو تر دې دمه د حامد قرلق د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دغې ډلې تر دې وړاندې هم لسګونه مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي نیولي، بندیان کړي او ربړولي دي.
د تلې د میاشتې په وروستیو کې د بښنې نړۍوال سازمان ویلي و، چې د طالبانو له‌خوا د مدني فعالانو او خبریالانو نیونه او د هغوی ربړونه «د افغانستان یو تریخ حقیقت» دی.

دغه سازمان دا رنګه له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي و، چې د مدني ټولنې د فعالانو په خوندیتوب کې دې هڅې وکړي او هغوی د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ته اړ دي.